د افغانستان او ازبکستان پر پوله ګډ بازار به تر راتلونکو څو میاشتو پرانستل شی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د بلخ ځایی چارواکی له ازبکستان سره پر پوله د یو ګډ بازار له جوړولو خبر ورکوی، چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دا بازار، چې د ۷۵ میلیونو ډالرو په لګښت په ۱۲۰ جریبه ځمکه د ازبکستان ترمذ ښار او بلخ ولایت په سرحدی سیمه کې پلان شوی، د بلخ چارواکو ویلی چې رغنیزې چارې به یې تر راتلونکو څو میاشتو بشپړې شی.
د یاد بازار د جوړولو پلان تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوری لاسلیک شو.

د دې ګډ بازار د جوړولو موخه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ وده او دغه راز افغانی محصولاتو ته په نړیواله کچه بازار موندنه ښودل شوې ده.
د افغان-ازبک بازار مشر صفی الوغ بېګ ویلی: “د ولسمشر د لارښوونې او د افغانستان له حکومت سره د تفاهم له مخې موږ هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی اړیکو د پراختیا، د وارداتو او صادراتو د زیاتوالی او همدارنګه د دواړو هېوادونو د سرحدی کرښې ترمنځ د ګډ بازار د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړو څو بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د کورنیو تولیداتو د معرفی کولو زمینه برابره شی “.

نوموړی وایی، وایی چې د بازار د جوړېدو چارې په وروستۍ مرحله کې دی او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
الوغ بېګ او په بلخ کې افغان ځایی چارواکو څرګنده کړې، چې افغانان به د ویزو له اخیستلو پرته ترمذ ښار کې دغه بازار ته تګ راتګ کولی شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.