ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۱۴مه او د سپټمبر میاشتې ۵مه نېټه ده) ا.ا پر امریکا، اورپایی او نورو هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان کې پر نوی سرپرست حکومت فشارونه کم کړی او له دوی سره د اړیکو یوی نوی باب پرانېزی.
د ا.ا ویاند په کابل کې یوې هندی رسنۍ سره په خبرو کې ویلی، لېواله دی چې له امریکاه سره خپلې اړیکې و رغوی او دوی په دې برخه کې جدی کار کوی.
ذبیح الله مجاهد ورته مهال امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونو تورنه کړې او خبرداری ورکوی، چې د افغانستان پر فضایی حریم تېری د هیچا په ګټه نه دی.
ښاغلی مجاهد ویلی: “مونږ پر امریکا، اروپایی هېوادونو او نورو غږ کوو، چې پر اسلامی دولت فشارونه راکم کړی او د افغانستان له نوی حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړی. مونږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله یوو، چې له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړو او له امریکا سره د افغانستان د ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی. ”
د نوموړی د څرګندونو له مخې؛ ځینې عناصر نه غواړی، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې جوړې شی.
گهیځ