ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د خپل وزارت د لاسته راوړنو د کلنی راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړه.
هغه وویل، چې د افغانستان په فضا کې د بې پیلوټه امریکایی الوتکو پروازونه د دوحې د هوکړې او د بین المللی قوانینو خلاف عمل دی.
هغه پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان هوایی حریم نقض نه کړی او د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شی.
نوموړی زیاته کړه چې دمګړۍ افغانستان کې امنیت تامین شوی او افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږی.
ښاغلی متقی دغه راز وویل، چې په تېر یوه کال کې د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوی او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې دی.
نوموړی زیاته کړې؛ هڅه کوو چې افغانستان د سویلی او مرکزی اسیا د اقتصادی اتصال په مرکز بدل شی.
گهیځ