کابل کې راټولو شویو سوالګرو ته د نغدی مرستو لړۍ پیل شوه

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوری له کابل ښار څخه د راټولو شویو سوالګرو له کورنیو سره د نغدی مرستو لړۍ پیل شوه.

افغان سره میاشت وایی، له بېوزلو سره د دوی مرستې بسنه نه کوی او په دغه برخه کې د نړیوالو بنسټونو لاسنیوی مهم دی.

په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو کمپاین د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د یو کمېسیون له لوری پیل شوی چې تر دې دمه یې ۳۰۴۸ تنه سوالګر راټول کړی دی.
د دغه کمپیان موخه په ښار کې د رښتینو اړمنو کورنیو په نښه کول او د هغوی د اړتیاوو پوره کول ښودل شوی.

د سوالګرو راټولولو کمېسیون په وینا په سوالګرو کې یې داسې کسان هم په ګوته کړی چې د کار جوګه دی خو نه یې کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.