نن به ا.ا د متحده عربی اماراتو له ګاک شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وږی/سنبلې ۱۷مه او د سپټمبر میاشتې ۸مه نېټه ده) د رییس الوزراء د اقتصادی معاونیت دفتر وایی، دا قرار داد الوتکو ته د هوایی لارښوونې او خدمتونو د انکشاف په اړه دی.
د دې قرارداد له مخې به د افغانستان په هوایی ډګرونو کې ځینې خدمتونه معیاری او له نړیوال سټندرډ سره برابر شی.

دغه راز به د دې قرارداد پر مټ د افغانستان له فضا څخه تېرېدونکو الوتکو ته د هوایی لارښوونو خدمات چمتو شی او له دې لارې به د عبوری پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل کیږی.
د سرچینې په وینا، په نږدې راتلونکی کې به افغانان له تخنیکی پلوه په دې برخه کې روزل کېږی تر څو ژر تر ژره هیواد له دې اړخه پر خپل ځان بسیا شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.