پاکستان هر کال د سیزنی میوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۱۹مه او د سپټمبر میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، چې پاکستان هر کال د مېوو په فصل کې د افغانستان د مېوې د صادراتو لپاره ستونزې جوړوی.

پاکستان تېره اونۍ د انګورو، انارو او مڼو په ګډون د افغانستان د پنځه ډوله مېوو پر هر ټن مالیه له ۱۱ زرو څخه ۸۰ زرو روپیو ته لوړه کړه.

که څه هم د مالیې لوړولو دا پرېکړه پاکستانی حکومت بېرته واخېسته، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی تېر ماښام په یوه مرکه کې وویل چې دې پرېکړې افغان سوداګر او باغداران سخت زیانمن کړل.
هغه وویل: “متاسفانه چې هرکله زموږ د مېوو وخت رارسېږی داسې یو مشکل موږ ته پیدا کېږی چې نه یوازې سوداګرو بلکې باغدارانو او کروندګرو ته ډېر اقتصادی او مالی زیان اړوی. دوی بالاخره دا پرېکړه واخیسته خو هیله لرو چې دا ستونزه به په راتلونکی کې بیا پیدا نه شی.”
پر خواله رسنیو هم پاکستان ته د اوښتونکو میوو انځورنه خپاره شوی، چې د څو ورځو له انتظار وروسته ورستې او له کاره لوېدلې دی. د خواله رسنیو کارکوونکو دا پاکستان یاده چاره غندلې او دا یې له افغان بزګرو سره سخت ظلم یاد کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.