ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږی/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) امریکا ته تللی افغان کډوال د اوسېدو ځای په ګډون له ډول ډول ستونزو او اندېښنو سره مخ دی.
د امریکایی رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه زرګونه افغان کډوال چې متحده ایالتونو ته تللی، د استوګنځایونو د نشتون له ستونزې سره مخ دی.
ډېری کډوال د دایمی اوسېدو په اړه هم اندېښمن دی دوی وېره لری چې امریکا به یې له څه وخت تېرېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږی؛ ځکه تر اوسه یې د دایمی مېشت کېدو اسناد نه دی ور کړی.
راپورونو د خپلو سرچینو له قوله ویلی، د تللی افغانانو لوړه سلنه په لنډمهالو وېزو په امریکا کې ژوند کوی او یا هم بشردوستانه وېزې ورکړل شوې دی، سرچینه زیاتوی معلومه نه ده چې د وېزو د وخت تر پای ته رسېدو وروسته به امریکا له دوی سره څه کوی.
د ا.ا له راتګ وروسته امریکا د تخلیې ماموریت کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان و ایستل چې دمګړی له دغه ډلې ډېری یې په امریکا کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
گهیځ