ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۱مه او د سپټمبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغان حکومت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سرپرست سر قونسل په توګه د عبدالله صالحی له ټاکل کېدو خبر ور کوی.
ازادی راډیو وایی، د صالحی د تقرر په تړاو یو مکتوب، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی لاسلیک پرې کښل شوی، دوی ته رسېدلی دی.
سرچینه همدا رنګه زیاتوی چې نوموړی مکتوب په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لخوا هم تایید شوی دی.
عبدالله صالحی له دې وړاندې په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی سکرټر و او د هالنډ په هاګ ښار او انقره کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دی.
گهیځ