امریکا د افغان کنګل پانګې نیمایی برخه د سویس بانک ته سپاری

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۱مه او د سپټمبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د ترکیې ټی آر ټی خبری شبکې په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلی چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې پر آزادولو مذاکرات روان دی او دواړه لوری دې هوکړې ته نږدې شوی چې د دې پانګې برخه به د سویس یوه بانک ته سپاری.

ویل کېږی چې په لومړی سر کې به ۳.۵ میلیارده ډالر د سویس (BIS) بانک ته وسپارل شی او د یادو پیسو د لګولو او کارونې په اړه به نړیواله څارنه کېږی.
دا هم ویل شوی چې د افغانستان مرکزی بانک کولی شی له دغو پیسو ګټه واخلی.

په راپور کې راغلی، چې ښایی راتلونکې اونۍ دغه مسئله په رسمی توګه امریکایی لوری اعلان کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د دغو پیسو د ازادېدو په اړه خبره کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.