راپور:نذیر منیب
ګهیځ نیوز: نن سې شنبه د وږی/سنبلې ۲۲مه نېټه ده چې د سپټمبر له ۱۳مې سره سمون لری.
د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګی د پورته د ښوونځیو تړلو په اړه چارواکو او حکومت تر اوسه یوه ثابته خبره او پالیسی نده اعلان کړې خو د تېرې اونۍ په پای کې د پوهنې سرپرست وزیر د خپل دغه اقدام دلیل د کلیوالو خلکو نا خوښی وګڼله؛ خو عام خلک بیا وایی هېڅ ولسی وګړی له دې کار سره مخالفت نه لری .
د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګی بند دی چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولی دی.
حکومتی چارواکو د خلکو د غوښتنو پر وړاندې وخت نا وخته د نجونو پر مخ تر دولسم ټولګی پورې نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو ژمنه کړې خو تر څنګ یې ویلی، په دې اړه پر یوه میکانیزم کار کوی چې تر بشپړېدو وروسته به یې په اړه عملی ګامونه واخلی.
که څه هم دوی هېڅ کله ندی ویلی چې د دوی دا طرحه به کله بشپړه شی او دا کړې ژمنه به څه وخت پوره کړی؟ خو په همدې حال کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر مولوی نورالله منیر بیا وایی چې خلک نه غواړی تر شپږم ټولګی پورته د دوی لوڼې ښوونځیو ته لاړې شی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کله اقتصادی مسایل د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې د خنډ په توګه یاد شوی او کله بیا اوسنی نصاب له ستونزو ډک بلل شوی چې د دوی په خبره پر سمون یې کار کېږی.
خو تر یو کلن مزل وروسته نه د یاد میکانیزم په اړه کوم هیله بخښونکی خبر شته، نه په تعلیمی نصاب کې د کوم بدلون او نه هم د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویل شوی دی.
څو ورځې وړاندې په پکتیا کې د قومی مخورو او ښوونځیو مدیرانو په خوښه د ګوتو په شمېر ښځینه ښوونځی د زده کوونکو پر مخ پرانستل شول، خو درې ورځې وروسته له شپږم ټولګی پورته نجونې ښوونځیو ته له ننوتلو منع کړی شوې.
بل اړخ ته په کابل کې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، تر څو چې په دې اړه د پوهنې وزارت پرېکړه نه وی شوې، څوک حق نه لری چې په خپل سر د نجونو د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه وکړی.
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر ملا نورالله منیر په خپلو تازه څرګندونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو لامل، له هغې سره لرې پرتو سیمو او کلیوالو سیمو د اوسېدونکو نا خوښی ګڼلې.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلی منیر د وږی (په ۲۰مه) ارزګان ته د یوه کاری سفر په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصېدو د لامل په اړه وویل، چې که په دې اړه د لیرې پرتو سیمو له سپین ږیرو څخه پوښتنه وشی معلومه به شی چې څو سلنه خلک چمتو دی چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځی ته واستوی.
نوموړی دغه راز وویل حکومت په دې اړه کوښښ کوی څو داسې شرایط رامنځته کړی چې د خلکو اعتراض هم رانشی او تعلیم هم په خپلو اصولو برابر شروع شی.
بل خوا د پوهنې وزیر له دې ډول څرګنونو سره سم، د هېواد دننه او بهر د یادې موضوع په اړه یو ځل بیا غوغا جوړه شوه، د دینې عالمانو په ګډون عامو خلکو او آن په خپله د اوسنی حکومت ځینو پلویانو هم په دې اړه غبرګون و ښود.
د خلکو غبرګون او غوښتنه:
په کور دننه خلکو د پوهنې د سرپرست وزیر ملا نورالله د دغو خبرو په غبرګون کې، چې ګواکې ولس په اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته استول نه غواړی، په ټولنیزو شبکو او خواله رسنیو کې (مونږ پر خپلې لور او خور ښوونځی لولو) تر شعار لاندې ژر تر ژره د نجونو ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وشوه.
دوی ټینګار کوی، چې نه اسلام او نه هم زمونږ ټولنه د نجونو د زده کړو مخالفت کوی.
آن د پوهنې د سرپرست وزیر له خبرو وروسته د ارزګان اوسېدونکو هم د رسنیو له لارې وزیر ته په ځواب کې وویل، چې له کابله راغلی وزیر د دوی د خلکو استازیتوب نشی کولی، دوی غواړی لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شی.
بل خوا یو شمېر دینی عالمانو هم له امارت نه غوښتی چې د نجونو پر مخ دې د ټولو ښوونځیو دروازې خلاصې کړی.
مشهور دینی عالم او د ښار په هر ګوټ کې د تفسیر درس ورکونکی، شیخ عبدالصبور عباسی د پوهنې وزیر څرګندونو ته په ځواب کې وویل، چې: له مونږ دینی عالمانو سره ستا د خبرې هیڅ توجیه نشته.
هغه زیاته کړه: “تاسو مکتبونه پرانزئ، چې څوک لورگانې نه پرېږدی، بیا نو پړه به یې پر تاسو نه وی.”
شیخ القرآن مولوی عبدالصبور زیاته کړه چې د افغانستان یوه عالم هم تر اوسه د ښځو د تعلیم په خلاف یوه جمله هم نه ده لیکلې او ټول په دې اړه یوه خوله دی چې نجونې دې په اسلامی چاپېریال او له اسلامی حجاب سره زده کړې وکړی.
په همدې بڼه یو بل ځوان ټولنیز فعال عبدالرزاق حبیبی، دا ډول څرګندونې، د پوهنې د وزیر لخوا پر ولس پورې شوی تهمت ګڼی چې، ګنې دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانستو خلاف دی.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې د یوه دلیل په توګه یادونه وکړه چې:”په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په کوم یوه ګوټ کې هېڅ افغان داسې مظاهره نده کړې چې و وایی د نجونو مکتب دې بند شی! خو په تېر یو کال کې یې د خلاصولو څو مظاهرې وشوې”.
دوی ټینګار کوی، چې د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکی لپاره د خپلو لوڼو او زامنو د ښه او باسواده روزلو لپاره د زده کړو په برخه کې شته ستونزې باید حل کړای شی.
د نړۍ په کچه د موضوع اهمیت:
د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه په نړیواله کچه هم غندل شوې او په پرله پسې ډول یې د پرانسیتلو غوښتنې شوې دی خو لا هم حکومت په دې اړه پر خپل دریځ کلک دی.
د وزیر له خبرو یوه ورځ وروسته د وږې په ۲۱ مه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې افغانی نژادې “رینا امیری” پر خپله ټویټر پاڼه د افغانی نجونو د متوسطه او ثانوی ښوونځیو بندېدو په خاطر د طالبانو د حکومت پر سیاست ګوت نیونه وکړه او ویې ویل چې دا ډول سیاست د توجیه وړ نه دی او په خبره یې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل په دین او کلتور پوری اړه نه لری.
بل خوا په امریکا کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو څارونکی عبیدالله برهانی هم وایی چې په افغانستان کې د نجونو د لوړو او متوسطه زده کړو په تړاو د پوهنې وزیر څرګندونې ناسمې دی.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې د حکومتی چارواکو ضد او نقیض څرګندونې کولای شی د حاکم نظام ستنې کمزورې کړی.
ښاغلی برهانی وایی چې نړیوالو تر دې وړاندې هم په دې تړاو اندېښنې درلودې او که یې یوه معقوله حل لاره پیدا نشی، نو دا معنا ترې اخیستل کېدای شی چې د نړیوالو اندېښنې پر ځای دی.
د ده په وینا، نړیوالو ته دا مسله مهمه ده، که رښتیا دوی د نجونو پر مخ ښوونځی پرانېزی نو نړیوالې ادارې او مؤسسې به د طالبانو له حکومت سره د مرستې چمتوالی وښیی.
بل خوا د ملگرو ملتونو د سرمنشی ځانگړی استازی سیاسی مرستیال او د یوناما سرپرست”مارکُس پوتزل” د هېواد له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره په یوه لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی دی.
روان وضعیت تر کومه؟:
په ورته وخت کې تېره دوشنبه، د روان زېږدیز کال د سپټمبر ۱۲مه، د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا غونډه وه چې په ترڅ کې یې ښځو حقونو په چارو کې د بشری حقونو د څار بنسټ مرستیالې” هیدر بار چې” په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړلی پاتې کېدل او په اړه یې د کابل د چارواکو څرګندونې غندلې او ویلی یې دی چې له دغې شورا یې غوښتی تر څو د نجونو د زده کړو په برخه کې جدی ګامونه واخلی او د امارت مشران باید پدې تړاو مسؤلانه چلند ته اړ کړی.
سره له دې چې د افغانستان د اوسنی حکومت دننه هم ځینې مهم چارواکی د نجونو د ښوونځیو له تړلو سره مخالف دی خو داسې اټکل کېږی چې تر څو د تحریک د مشرتابه شیخ هبت الله اخندازه پرېکړه نه وی شوې، ښایی تر هغې پورې د لوړو صنفونو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې وی.
“پای”
گهیځ