حکومت او مقاومت ډلې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان حکومت او د مقاومت ډله دواړه په پنجشیر کې د نښتو پر مهال یو بل ته د درنې مرګ ژولې اړولو ادعا کوی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې امنیتی ځواکونو یې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې ۴۰ غړی وژلی او ۱۰۱ نور یې بندیان کړی دی.
نوموړی بېګاه ماښام (سه شنبه، وږی ۲۲) پر خپل ټویټر لیکلی چې په وژل شویو کسانو کې د مقاومت جبهې څلور قومندانان هم شامل دی.
ها خوا راپورونو د مقاومت ویاند صبعت الله احمدی له قوله که څه هم د دغې ډلې د ۱۱ غړو وژل تایید کړی خو وایی، چې احمدی د ۴۱ حکومتی ځواکونو د وژلو ادعا هم کړې.
د مقاومت ډلې ویاند ویلی: “طالبانو د ټولو اسلامی ارزښتونو، بشری معیارونو او د جینو کنوانسیون (د جګړې له بندیانو سره د چلند په اړه) د مقاومت د جبهې اته تنه غړی په ډزو سره شهیدان کړی دی.
مجاهد ویاند بی بی سی ته ویلی، چې د مقاومت ډلې دغه غړی د جګړې په ډګر کې وژل شوی. د هغه په وینا، دوى له غره را ښکته شوی او د حکومت پر پوستو یې بریدونه کړی دی.
گهیځ