افغان حکومت سویسی بانک ته د افغان پانګې د سپارلو مخالفت کړی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د راپورونو پر بنسټ، یوه افغان چارواکی د ترکیې دولتی ټلویزیون ته ویلی، دوی د امریکا د هغې پرېکړې مخالف دی، چې د افغانستان د مرکزی بانک د زیرمې یو برخه دې د سویس بانک ته وسپاری.
دغه افغان چارواکی ویلی، چې دا پیسې باید د افغانستان مرکزی بانک ته و لېږل شی خو ورته مهال یې پر دغو پیسو د خپلواک پلاوی له لوری د څارنې له پرېکړې هرکلی کړی.
افغانستان انټرنشنل په مرکزی بانک کې د یوه چارواکی له قوله ویلی: “لکه څنګه چې وویل شول، موږ د دې پیسو بل ځای ته د لیږد مخالف یو او باید د افغانستان مرکزی بانک حساب ته انتقال شی “.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دولت مربوط د مرکزی بانک له چارواکو نظر واخلو خو بریالی نشو.
تېره ورځ د ترکیې ټی آر ټی اژانس خبر ورکړ، چې امریکا د افغانستان کنګل پانګې نیمایی برخه د سویس یوه بانک ته سپاری او د افغانستان مرکزی بانک د یو پلاوی تر څارنې لاندې کولی شی، له دغو پیسو ګټه واخلی.
گهیځ