افغان حکومت په دغه هېواد کې د مولانا مسعود اظهر شتون رد کړ
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان حکومت هغه راپورونه ردوی چې ګنې د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پناه اخستې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې پرته له شواهدو د داسې تورونو لګول په دوه اړخیزو اړیکو منفی اغېزلری.
د دغه وزارت ویاند عبدلقهار بلخی پر ټویټر یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږی.
هغه پر ټولو خواوو غږ کړی چې د دا ډول بې بنسټه تورونو دې لاس واخلی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ځایی رسنیو راپور ورکړی چې اسلام اباد په یوه لیک کې له ا.ا غوښتی څو د «جیش محمد» ډلې مشر مسعود اظهر چې د دوی په باور په افغانستان کې دی، پیدا او ونیسی.
گهیځ