د شانګهای غونډه پای ته ورسېده؛ افغانستان یې د بحث مهمو موضوعاتو په نوملړ کې و

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۲۶مه او د اسپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) افغانستان د دې غونډې د بحثونو له اصلی موضوعګانو څخه و او د دغه سازمان څارونکی غړی هم دی خو په یوه کال کې د دویم ځل لپاره غونډې ته نه و بلل شوی.

د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو یو شمېر مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.

د سرمشریزې کوربه هېواد ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل د افغانستان ګوښی پاته کېدل به یو ځل بیا دغه هېواد د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل کړی چې دده په ټکیو دا چاره د سیمی هېوادونو په ګټه نه ده.
هغه د افغانستان د ملاتړ لپاره د یوه مشترک صندوق د جوړېدو خبره کړې او ټینګار یې وکړ چې په دغه ستونزمن حالت کې افغانستان باید یوازی پرې نښودل شی.

د چین ولسمشر شی جین پینګ څرګنده کړې، چې دوی باید د افغانستان چارواکی، وهڅوی چې یو پراخ بنسټه او ټولګډونه سیاسی جوړښت رامنځته کړی او د تروریزم ټوکېدو ته د زمینې برابرولو مخه ونیسی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف غونډې ته ویلی، په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې چې د افغانستان ګاونډی دی، سوله ډاډمنه کړی یا د ده په خبره په بله معنی هغه څه چې د افغانستان لپاره ښه دی هغه د پاکستان لپاره هم ښه دی.

نوموړی زیاته کړه چې نړۍ ته په کار ده چې ګډ کار وکړی او په افغانستان کې د ټولو ښو نوښتونو ملاتړ وکړی.
شریف وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د یوه پایداره اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د هڅو ملاتړ وکړی او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په بهر کې د افغانستان د کنګل شوې پانګې ازادېدل ډېر اړین وبلل.
د هند صدراعظم نرندرا مودی بیا پرپاکستان نیوکه وکړه چې د ټرانزیټ په برخه کې یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړی دی.

نوموړی وویل، پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د هند ټرانزیټی مالونو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوی او دا مسئله د دې سبب شوې چې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد په میاشتو میاشتو ځنډ وروسته و شی.
په سمرقند کې د شانګهای د همکاریو سازمان له ۲۲ مې غونډې وروسته په دغه سازمان کې د ازبکستان د ولسمشر د ریاست یوه کلنه موده هم پای ته ورسېده. د سرمشریزې د پرېکړی پر بنسټ ددغه سازمان د راتلونکی دورې ریاست به هند کوی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال رامنځته شوی، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان یې دایمی غړی دی.
افغانستان، بېلاروس، منګولیا او ایران یې څارونکی غړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.