حکمتیار حکومت ته: د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو مسئله حل کړئ

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۲۶مه او د اسپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار تر شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې او پر اسلامی امارت یې غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل اسلامی او تاریخی مسوولیت ادا کړی.

حکمتیار د جمعې په خطبه کې وویل، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندولو موضوع په کور دننه او په نړیواله کچه د ټولو د تمې خلاف په یوه لانجمنه قضیه اوښتې.

هغه ویلی، حکومت ته مشوره ور کوو، چې دا ستونزه باید حل کړی؛ د هغه په وینا ځکه چې دا یې اسلامی او الهی مسوولیت دی.
ښاغلی حکمتیار په علم کې شاته پاتې کېدل له دښمن سره د جګړې په ډګر کې د سنګر د پرېښودلو سره ورته وباله.

د نوموړی په وینا، په اوسنی نظام کې د تېر حکومت ځینې غړی ننوتی، چې د حزب اسلامی او طالبانو تر منځ د شته اړیکو د خرابولو هڅه کوی، زیاتوی چې په دوی کې داسې کسان هم دی چې ځان طالبانو ته منصوبوی.

ادعا کوی چې همدوی د اسلامی پوهنتون په بندولو او د دغه ګوند ځینې غړو په نیولو کې ونډه درلوده.
خو ورته مهال ټینګار کوی، چې نه غواړی خپل دریځ په کوچنیو مسایلو پورې و تړی، بلکې په هر تصمیم او دریځ کې ستر اسلامی او ملی مصالح په پام کې نیسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.