ګهیځ/کابل: نن شنبه (د وږی/سنبلې ۲۶مه او د سپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په کابل کې د ملی دفاع وزارت خبر ور کوی، چې په پنجشېر کې د مقاومت ډلې د هغو ۸ غړو د یو ځایی وژلو ادعا څېړی، چې ګوندې ځواکونو یې د جګړې د بندیانو په توګه وژلی دی.
وزارت ویلی، که دا ادعا ثابته شی نو عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاری.
له تېرو څو ورځو راهیسې په کور دننه او بهر پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه لاس په لاس کېږی چې ګوندې د ا.ا امنیتی ځواکونو په پنجشېر کې د وروستۍ جګړې پر مهال د مقاومت ډلې ۸ غړی په جګړه کې له اسیر نیولو وروسته په ډله ییزه توګه وژلی دی.
ملی دفاع وزارت نن شنبه د وږی ۲۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په دې اړه جدی او هر اړخیزې څېړنې کوی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلی: “البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دی که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دی او که نه؛ جدی څېړنې روانې دی “.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پنجشېر ولایت د والی ویاند ابوبکر صدیق رسنیو ته ویلی و، چې سره میاشت او د سره صلیب نړیواله کمېټه کولی شی، پر ډګر له جګړو پاتې پراته جسدونه خښ کړی.
له تېرو څو ورځو راپدیخواه په پنجشیر کې د حکومت او احمد مسعود په مشرۍ د وسله والو مخالفینو تر مینځ نښتې روانې دی چې دواړو لوریو ته پکې ځانې او مالی زیانونه اوښتی دی.
بل اړخ ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشری حقونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بنیټ ویلی چې د سرپرست حکومت تر واک لاندې سیمو کې د بشری حقونو وضعیت ترینګلی دی، خو په کابل کې حکومتی ویندویان بیا دا ادعا ردوی.
گهیځ