بنیټ یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر ۱۹ نېټه ده) د افغانستان د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ ویلی چې، د نجونو ښوونځی باید سملاسی پرانیستل شی.

بېنېټ پرون له شپږم ټولګی پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د یو کال پوره کېدو په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده.

نوموړی ویلی چې ښوونځی باید د ټولو پر مخ پرانیستی وی. هغه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د مساوی زده کړو د حق ور کولو غوښتنه کړې.

ورته مهال په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست ماک پوتزل، نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو دروازې تړل یو غمیزه او له شرمه ډکه خبره بللې.
یوناما دا خبره په ګرمسېره سیمو کې د نوی تعلیمی کال په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې د پوتزل له قوله لیکلې ده:” له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د پرله پسې محرومولو لپاره هیڅ معقوله توجیه نشته او د نړۍ په هیڅ کونج کې داسې څه نه موندل کېږی”.

د هغه په خبره دا چاره د مېرمنو راتلونکی نسل په پخپله د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.