ترکیه د افغانستان له روغتیایی برخې سره د مرستو له دوامه خبر ورکوی

ترکیه د افغانستان له روغتیایی برخې سره د مرستو له دوامه خبر ورکوی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر ۱۹ نېټه ده) په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د روغتیا وزارت له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره یوه لیدنه کې، د افغانستان له روغتیایی سکټور سره پر مرستو ټینګار کړی.

نوموړی ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره په روغتیایی خدماتو او د طبی زده کړو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوی.

ورته مهال د روغتیا سرپرست وزیر له افغانستان سره د ترکیې له مرستو مننه کړې، خو غوښتنه یې کړې چې ترکیه باید د افغانستان له روغتیایی سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
نوموړی ویلی، روغتیا وزارت یو غیر سیاسی بنسټ دی او د نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.