د پکتیا ځایی سوداګرو پر سوداګریز زون د دغه ولایت د بدلېدو غوښتنه کړې

کابل/ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د پکتیا یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزی سره په کتنه کې دا غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې د یاد ولایت ترانزیټی لارې دې فعالې شی.

په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې غونډه کې ګډونوالو د صنعتکارانو لپاره د مناسب ځای او د تعرفې په اړه خپلې ستونزې د وزارت له رییس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پکتیا د صنعتکارانو او سوداګرو سره د همکارۍ ژمنه کړې او له هغوی یې وغوښتل چې صنعتکارانو ته د ځمکې د وېش او د ترانزیټی سړک د فعالولو په برخه کې لیکلې غوښتنه وکړی.

عزیزی دوی ته ډاډ ورکړی، چې د دوی د وړاندیزونو او ستونزو په اړه به د اړوندو ادارو له چارواکو سره خبرې وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.