له چین څخه افغانستان ته د اقتصادی دهلېز د ازمایښتی تطبیق چارې پیل شوې

له چین څخه افغانستان ته د اقتصادی دهلېز د ازمایښتی تطبیق چارې پیل شوې

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږی/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، له چین څخه افغانستان ته د باروړونکی دهلېز/رېل ګاډی د ازمایښتی تطبیق چارې پیل شوې دی.

رېل ګاډی له چین څخه قرغیزستان، ازبکستان او په اخر کې افغانستان ته رسېږی.
ازبک چارواکو ویلی، ازبکستان ته د دغه هېواد له لارې د محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی.

ورته مهال د افغانستان د اورګاډی ادارې مشر بخت الرحمن شرافت ویلی، چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د نوی اقتصادی دهلېز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز توکی قرغزستان ته رسېدلی او په څو ورځو کې به د حیرتان بندر ته ورسېږی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا انتقالات د “دهلېز واخان” شرکت له خوا ترسره کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.