کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږی/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د امریکا ولسمشر جوبایډن د حاجی بشر نورزی په بدل کې د یوه امریکایی وګړی مارک فریریکس خوشی کول یوه سخته پرېکړه بللې ده.
بایډن د یوه بیان په خپرولو سره ویلی چې حکومت یې د امریکایی وګړو د خوندیتوب لپاره دا ډول پرېکړو ته اړ دی.
له سپینې ماڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې د بایډن له قوله راغلی: ” د مارک د خوشې کېدو لپاره مذاکراتو یوه بریالۍ حل لاره را وړاندې کړه، د یوې سختې پرېکړه اړتیا وه چې ساده مې نه ګڼله. زما دولت د هغو ټولو امریکایانو خوندی راستنېدو ته لومړیتوب ورکوی چې له هېواده بهر یرغمل او په ناقانونه ډول نیول شوی. خپلو دا وړ هڅو ته به دوام ورکړم.”
امریکایی وګړی مارک فرېرېکس چی شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې هغه مهال د اسلامی امارت لخوا تښتول شوی و پرون له افغان سوداګر حاجی بشر نورزی سره په تبادله کی خوشې شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی ویلی، چې بشر نورزی د یوه امریکایی وګړی مارک فریرېکس سره په تبادله کی راخوشې شوی چې دغه اقدام له امریکا سره د اړیکو نوی باب دی.
هغه ورته مهال د امریکا او افغان سرپرست حکومت تر منځ د مسائلو د هواری لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
مارک فریریکس” په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا تښتول شوی، د امریکا متحده ایالتونو تر دې مخکې هم د یاد امریکایی وګړی د خوشی کولو غوښتنه کړې وه.
گهیځ