کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ا.ا سرپرست حکومت د نویو ګومارونو په لړ کې د دوی د کابینې په یو شمېر وزیرانو، والیانو، امنیه قومندانانو او د ځینو نورو ادارو مشرانو کې ادلون بدلون راوستی دی.
په دوی کې تر ټولو د پام وړ بدلون د پوهنې وزارت سرپرست په توګه د مولوی نور الله منیر پر ځای د کندهار د علماوو شورا د رییس مولوی حبیب الله اغا ګومارنه ده.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا سې شنبه د سپتمبر ۲۰مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د پوهنې وزیر مولوی نور الله منیر د دوی د مرکزی دارالافتاء نوی لوی رییس ټاکل شوی دی.
د دغو ګومارنو حکم د ا.ا مشر مولوی هبت الله اخوندزاده کړی دی.
د مولا منیر نوم له هغې وروسته د د خلکو تر منځ ډېر ښکته پورته شو، چې په دې وروستیو کې یې له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه لانجمنې څرګندونې وکړې.
هغه څو ورځې وړاندې ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلی وو چې د نجونو ښوونځی ځکه تړلی پاتې دی، چې ګواکې د لیرې پرتو سیمو خلک په اوسنیو شرایطو کې نه غواړی، چې ۱۶کلنې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شی.
د ښاغلی منیر پر ځای د پوهنې وزارت نوی سرپرست په توګه د ګومارل شوی مولوی حبیب الله اغا په اړه ویل کېږی چې د ا.ا مشر مولوی هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس دی.
گهیځ