کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر ۲۱مه نېټه ده) د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ کابینې د چارو ادارې ته امر کړی چې د لغو شویو ادارو د بې برخه لیکه کار کوونکو نوملړ چمتو کړی.
نن چهارشنبه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د یادو کسانو د رشتې، درجې او کاری تجربې اړوند معلومات دې ټولو وزارتونو ته ولېږل شې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان به اړتیا ته په کتو بېرته په دندو وګمارل شی.
د یادولو وړ ده چې سرپرست حکومت د ملی امنیت شورا تشکیلات، پر اساسی قانون د څار کمیسیون، د افغانستان د ملی شورا دارالانشاء، د ملی پخلاینې عالی شورا، بشری حقونو کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ځینې نور اداری تشکیلات منحل کړی دی.
ویل کیږی، د یادو ادارو له منحل کېدو سره په زرګونو کسان بېکاره شوی چې له امله یې له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی.
گهیځ