کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر ۲۴مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ په ۷۷ مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په ګډون ځینې نورو هېوادونو اندېښنه وښوده، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر شته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه اندېښنې په بې بنسټه معلوماتو او سرچینو بنا دی.
خبرپاڼه زیاتوی، دوی په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې په ملګرو ملتونو کې افغان حکومت ته د افغانستان څوکۍ، چې حقوقی او سیاسی حق یې دی، سپارلو ته چمتو نه دی.
خبرپاڼه کې راغلی: “که افغان حکومت ته یې دغه حق ورکړل شی، دا به یو فرصت وی تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دی، له سیمې او نړۍ سره شریک شی ښایی بیا به هیڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نشی “.
افغان حکومت د یادو اندېښنو د ردولو سربېره یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد و نه کارول شی او نه هم دا مهال په افغانستان کې کوم سوله وال ګروپ فعالیت لری.
په خبرپاڼه کې پر دې ټینګار شوی، چې نړۍ دې د بې بنسټه تورونو او اندېښنو پر ځای له افغان سرپرست حکومت سره د تعامل ډګر ته ښکته شی او د رسنیو او اعلامیو پر ځای دې خپلې اندېښنې نېغ په نېغه له دوی سره شریکې کړی.
ها خوا د افغانستان پخوانی ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې په ځانګړی ډول د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې، چې ګواکې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لری، بې بنسټه بللی دی.
ښاغلی کرزی ویلې دا ثابته خبره ده چې د مسئلې حقیقت برعکس دی: «یعنې افغانستان د تروریزم قربانی دی او پاکستان له لسیزو راهیسې بیا تر ننه د تروریستی ډلو ځاله ده».
د نوموړی په وینا دا ترهګریزې ډلې د پاکستانی حکومت تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کېږی.
کرزی پر پاکستان غږ کړی، چې د افغانستان پر خلاف له بې بنسټه تبلیغاتو لاس په سر شی او د یو ښه ګاونډی په توګه د حسنه راوبطو د ایجاد کوښښ وکړی.
گهیځ