د شهباز شریف څرګندونو ته د ټی ټی پی غبرګون؛ پاکستان پخپله ترهګر روزی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو له مخې، د پاکستان د طالبانو تحریک (ټی ټی پی) د شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلې ته د وینا پر مهال یې ویلی وو دغه تحریک یو تروریستی گروپ دی او له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموی.

ټی ټی پی په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دوی په خپله سیمه کې مستقر دی او اړتیا نه لری له بله ځایه فعالیت وکړی.
د پاکستانی طالبانو تحریک ویلی، اصلی ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دی چې وسله والې ډلې جوړوی او پالی یې تر څو افغانستان او خپل نور گاونډی هیوادونه پرې بې ثباته کړی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلی و، چې افغانستان کې ګڼې ترهګریزې ډلې فعالې دی، چې دوی یې اندېښمن کړی دی.
د افغانسان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی وو، ویلې دا ثابته خبره ده چې د مسئلې حقیقت برعکس دی: «یعنې افغانستان د تروریزم قربانی دی او پاکستان له لسیزو راهیسې بیا تر ننه د تروریستی ډلو ځاله ده».
هغه پر پاکستان غږ کړی، چې د بې بنسټه تورونو لګولو پر ځای دې د یوه ښه ګاونډی په توګه له افغانستان سره د حسنه روابطو جوړولو کوښښ وکړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د پاکستان او نورو هېوادونو ورته اندېښنې او څرګندونې رد کړې دی او وایی، چې دا له حقیقته لرې او د دروغو سرچینو پر بینیاد ولاړې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.