د م.م امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوی

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو د بحث لپاره یوه ناسته کوی.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایی، دغه بحث به سبا (سې شنبه د تلې ۵مه) د کابل پر وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږی، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږی.
یوناما وایی، د دې غونډې په یوه برخه کې به د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان په اړه معلومات ورکړی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمی استازی نصیر احمد فایق وایی چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومی اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې ونه‌ کړی.
خو نوموړی وایی، ټاکل شوې سبانۍ غونډې ته د افغانستان په استازیتوب وینا ولری.
د ده په وینا د تېر کال د هوکړې له مخې د افغانستان تر څنګ میانمار هم تېر کال او سږ کال په دې اسمبلۍ کې له خبرو کولو بې برخې شول.
تېر کال پر افغانستان د ا.ا په واکمنېدو د افغانستان جمهوری نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.