په افغانستان کې د نری رنځ د کنټرول ملی پروګرام؛ یو شمېر نړیوال بنسټونه یې ارزونه کوی

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) افغانستان کې د نری رنځ د کڼټرول ملی پروګرام د ارزولو په موخه د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایی ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهی صندوق استازی دې هېواد ته راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت یکشنبه (د تلې درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دې تړاو لومړی غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوی تالار کې و شوه.
دغه استازی د نړیوال مالی صندوق د دفتر په مالی مرسته افغانستان ته راغلی دی او تمه ده په مرکز سربېره، ولایتونو کې د نری رنځ ناروغۍ د کنټرول ملی پروګرام له نږدې و ارزوی.
د نری رنځ یا توبرکلوز د کلنی راپور پر بنسټ افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د نری رنځ ناروغۍ له امله مری.
افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.