کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) د اسلامی نړۍ د عالمانو د ټولنې پخوانی مشر یوسف القرضاوی د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.
د اسلامی عالمانو نړیوالې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ټولنې د پخوانی مشر مصری عالم القرضاوی مړینه اعلان کړه.
د ټولنې په خبرپاڼه کې راغلی: “یوسف القرضاوی، د اسلامی عالمانو د نړیوالې ټولنې بنسټ ایښودونکی مشر، چې خپل ژوند یې د اسلام د احکامو تشریح کولو ته وقف کړی وو وفات شو”.
قرضاوی د ۱۹۲۶ کال د سپټمبر په میاشت کې په مصر کې زیږیدلی، د قرآن او دینی زده کړو وروسته یې په ازهر پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې.
قرضاوی له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د اسلامی عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر و.
یوسف القرضاوی له کلونو راهیسې په قطر کې اوسېده. نوموړی تر شا د اسلام د تشریح او تفسیر په برخه کې ګڼ اثار پرېښودل، چې د پښتو او دری ژبو په ګډون د نړۍ نورو بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوی دی.
د نوموړی مړینه د اسلامی نړۍ لپاره ستره ضایع بلل شوې او تر دا مهال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هغه پر مړینه خواشینی څرګنده کړې.
دوی وایی، یوسف القرضاوی د دې دور لوی مجتهد او د اسلام د اصیل فهم ریښتینی او با جرأته ترجمان و.
گهیځ