اطلاعاتو او کلتور وزارت: بهرنیو او کورنیو رسنیو ته د کار ډاډمنه فضا رامنځ ته کوو

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۵مه او د سپټمبر ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د اطلاعاتو او کلتوز وزارت کورنیو او بهرنیو رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلی، چې حکومت یې دوی ته د فعالیت خوندی چاپېریال برابرولو ته ژمن دی.
د دغه وزارت مطبوعاتی مرستیال حیات الله مهاجر فراهی په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، چې دا مهال په هېواد کې د بیان ازادۍ په چوکاټ کې لسګونه غږیزې، تصویری او چاپی رسنۍ په ازادانه توګه فعالیت کوی.
د ده په وینا د اسلامی او ملی ارزښتونو ته په پام د ټولو خبری بنسټونو ملاتړ کوی او په دې هڅه کې دی، چې د کار ډاډمن چاپېریال را منځ ته کړی.
فراهی دا هم وویل، چې بهرنیو خبریالانو ته لازمې اسانتیاوې برابروو څو وکولی شی د هېواد له هر ګوټ څخه خپلو مراجعو ته راپورونه چمتو کړی.
هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د وژنې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده چې خبریالان اطلاعاتو ته د لاس رسی په برخه کې شکایتونه کوی او وایی، چې حکومتی سرچینې له رسنیو سره د معلوماتو له شریکو ډډه کوی او پر وخت یې اړیکو ته ځواب نه ور کوی.
د ا.ا له راتګ وروسته ډېری رسنۍ و تړل شوې خو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وویل، چې یادې رسنۍ د اقتصادی ستونزو له امله تړل شوی او ډونرانو یې پر خپل وخت بودیجه نه ده ور کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.