کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۵مه او د سپټمبر ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې د بلاول بوټو او د ملګرو ملتو سازمان په ناسته کې د شهباز شریف څرګندونې په کلکو ټکو و غندلې.
ستانکزی نن په کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا د پاکستان د عوامو نظر نه؛ بلکې د شهباز شریف او بوټو شخصی نظر دی.
هغه له پاکستانی ولسه غوښتی، چې خپل صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان ضد څرګندونو څخه منع کړی ځکه د ده په وینا «دوی د کلام عفت نه شی ساتلی او په نړیوالو اصولو نه پوهیږی».
تر دې وړاندې بلاول بوټو او شهباز شریف ویلی وو، چې لا هم له افغانستان څخه د ترهګریزو ډلو د ګواښ خطر موجود او په وینا یې په دغې خاوره کې ترهګرې ډلې فعالې دی.
په کابل کې چارواکو بیا دا څرګندونې رد کړې او ویلی یې وو چې له داسې بې بنسټه تور لګولو دې ډډه وشی.
عباس ستانکزی دغه راز ننۍ غونډې ته وویل، چې د دوحې د تړون خلاف امریکایی بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې الوتنې کوی.
ښاغلی ستانکزی وایی داسې اسناد او شواهد لری، چې دا بې پیلوټه الوتکې د کوم هېواد له لارې افغانستان ته راځی. د ده په باور د دې ډول هرې الوتکې پر سر میلیونونه ډالر اخیستل کیږی خو په خبره یې : ” نور دا تجارت بس دی ” .
که څه هم ستانکزی د کوم مشخص هېواد نوم نه دی یاد کړی خو تر دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلی وو، چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پر ضد د امریکایی بې پیلوټه الوتکو په واک کې ور کړې ده.
یاد وزارت پر پاکستان غږ کړی و، چې خپل فضایی حریم دې د افغانستان پر خلاف نه کاروی.
گهیځ