کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۵مه او د سپټمبر ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانستو ټینګار وکړ.
عباس ستانکزی نن (د تلې ۵مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هیڅ څوک د تعلیم له فرضیت څخه انکار نشی کولای او په وینا یې ټول خلک د ښوونځیو خلاصول غواړی.
ښاغلی ستانکزی همدارنګه وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه هیڅ شرعی دلیل وجود نلری او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټول جید علماء پر دې باندې موافق دی چې باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شی.
هغه وویل: “علماء شته، هیڅوک د دې له فرضیت څخه انکار نشی کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځه باندې. ژر تر ژره باید په افغانستان کې د مدرسو او مکتبو دروازې د ټولو پر مخ خلاصی شی. دا به پکې نه وی چې احمد به ځی، محمود به نه ځی. ټول به ځی په دې برخه کې به تبعیض نه وی. که موږ غواړو ملی وحدت قایم کړو باید د تعلیم دروازې د ټولو پر مخ خلاصې کړو او ټولو ته په ازادنه توګه د تعلیم زمینه برابر کړو.”
نوموړی زیاته کړه د ښوونځیو پر بندېدو چې څومره وخت تیریږی مشکلات زیاتیږی او په خبره ملت له حکومت څخه فاصله نیسی چې په خبره یې باید دا ستونزه هواره شی.
دا په داسې حال کې پر افغانستان د ا.ا له واکمنۍ د یو کال په تېرېدو په دغه هیواد کې تر امر ثانی د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګی بند شوی دی چې په کور دننه او بهر یې پراغ غبرګونونه پارولی دی.
گهیځ