افغان حکومت له روسیې سره د نفتی او خوراکی توکو د اخستو قرارداد لاسلیک کړی
کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۶مه او د سپټمبر ۲۸مه نېټه ده) د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی وایی چې له روسیې سره یې د پټرولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د اخستو په برخه کې یو لنډمهالی قرارداد لاسلیک کړی دی.
نوموړی رویټرز خبری آژانس ته ویلی چې وزارت یې هڅه کوی څو په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړی او روسیې دوی ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.
د عزیزی په خبره روسیه به شاوخوا یو ملیون ټنه پټرول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه اوبلن ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوی.
هغه د بییو او دا چې پیسې به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږی، نورجزیات نه دی ورکړی.
گهیځ