کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۰مه او د اګټوبر میاشتې دوهمه نېټه ده) وروسته له هغې چې د کابل په دشت برچی سیمه کې د برید په اړه د تېرې ورځې په لاریون کې د هزاره توکمو افغانانو لپاره د عدالت او د هغو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وشوه، د بهرنیو چارو وزارت وایی د افغانانو په هیڅ ډول قومی او مذهبی وېش باور نه لری.
دغه وزارت بېګاه شنبه (د تلې ۹مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې پر ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو وروستی بریدونه د افغانستان د خلکو د دښمنانو دسیسې بللی دی.
خبرپاڼه وایی، چې له دومره پېچلو دسیسو سربېره افغانستان په سیمه کې د مذهبی او ملی یوالی یوه بېلګه ده.
د جمعې په ورځ د کابل په دشت برچی سیمه کې، چې اکثره میشت وګړی یې هزاره توکمه دی، د کاج ښوونیز مرکز دننه د ازمایښتی کانکور اخستو پر مهال برید وشو چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
دې برید ته په غبرګون کې تېره ورځ یو شمېر نجونو او ښځو په یوه لاریون کې د هزاره وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
وزارت ژمنه کړې، چې د جمعې د ورځې او ورته بریدونو د عاملینو په پیدا کولو او د قانون منګولو ته په سپارلو کې به یې خپلې هڅې لا پراخې کړی.
افغان حکومت پر بهرنیو اړخونو غږ کړی، چې له خواخوږۍ پرته دې د افغانستان اړوند له هر ډول بې باکه او بې مسوولیته څرګندونو ډډه وکړی.
گهیځ