ابرار موسسه په خوست کې د زلزلې له امله نړېدلی کورونه جوړوی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۰مه او د اګټوبر میاشتې دوهمه نېټه ده) د ابرار خیریه موسسه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله نړېدلی کورونه بېرته جوړوی.
دا خبره باختر دولتی خبری اژانس په یوه راپور کې کړې.
د سرچینې په خبره د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال یادې موسسې ته اجازه ورکړې، چې د زلزلې له کبله د نړېدلو استوګنځیو بیا رغوونه پیل کړی.
د معلوماتو له مخې ابرار خیریه موسسه په سپېرې ولسوالۍ کې د ۶۵۰ زره ډالرو په لګښت ۲۶۳ کورنیو ته استوګنځی جوړوی.
د نړېدلو کورونو لپاره دغه لګښت د ملګرو ملتونو سازمان د بشری همکاریو د همغږۍ ادارې (OCHA) لخوا ځانګړې شوې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.