کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۱مه او د اکټوبر ۳مه) د لوړو زده کړو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دی.
وزارت وایی، چې تېره شپه د کابل پوهنتون ۵۰ تنو محصلینو ته په خوراک کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغی پېښه شوې، چې د پوهنتون د ادارې لخوا یې پر وخت درملنه وشوله.
د یاد وزارت ویاند احمد تقی وایی، د عامې روغتیا وزارت څخه د راغلی پلاوی لخوا هم ددې ناروغانو معاینات او تشخیص وشو، چې د مسموم کېدو هیڅ اثار په کې پیدا نه شول.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږی تېره شپه د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دی.
گهیځ