د استخباراتو ریاست: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو سمبالوونکی مو نیولی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) د استخباراتو لوی ریاست وایی، د داعش یا اسلامی دولت ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول او مالی چارو سمبالوونکی یې نیولی دی.
د استخباراتو لوی ریاست تېره ورځ(سې شنبه د تلې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې نوموړی له یوکراین، جرمنی، هسپانیا او ځینو نورو هېوادونو څخه داعش ډلې ته پیسې راټولولې چې بالاخره د پېچلو عملیاتو په پایله کې ونیول شو.
د دوی پر ټویټر له نیول شوی کس یوه اعترافی ویډیو هم خپره شوې، چې د عبدالمالک په نوم یاد شوی دی.
معترف وایی: “مستعار نوم مې مالکی دی، په بهرنیو هېوادونو کې مالی مرستې او د بشری قوې د جذب دنده درلوده. خلکو ته به مې داعش سره د یو ځای کېدو بلنه ور کوله، د یو کس په راوستو بریالی شوی یم “.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی سره په لیدنه کې ویلی و، چې په دغه هېواد کې داعش ماتې خوړلې او د بریدونو له ځواکه یې غورځولی دی.
ده ویلی، چې اوس یې د خپلو بریدونو لپاره عام او بې دفاع وګړی نښه ګرځولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د فعالیت په تړاو اندېښنه ښکاره کړې خو د ا.ا مشران دا اندېښنې بې بنسټه او د افغانستان د منزوی کولو هڅه بولی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.