افغان حکومت د هوایی چلند په برخه کې له عربی متحده اماراتو سره قراردادونه کړی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، چې د عربی متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره یې د افغانستان هوایی چلند درېیو لویو برخو کې لوی قرادادونه لاسلیک کړی دی.
دا قراردادونه له ګانوم شرکت سره د ځمکنیو خدمتونو، فضایی امنیت او د هېواد په کچه د لویو هوایی خدمتونو په برخه کې شوې دی.
د ملی راډیو ټلویزیون د راپور له مخې د هوایی چلند وزارت ویاند امام الدین احمدی ویلی، چې د یادو قراردادونو پر مټ به د هوایی چلند خدمتونه بنسټیز او معیاری کړی او تر څنګ به یې افغانستان د تخنیکی کسانو په روزلو کې پر ځان متکی شی.
احمدی ویلی، چې د قرارداد له مخې ټاکل شوی کسان به د روزونکو په توګه افغانستان ته راځی او په دې برخه کې به افغانان روزی، د نوموړی په خبره که بهر ته د تلو اړتیا پېښه شی دا چاره به هم کوی.
وزارت وایی، چې په دې سره به له افغانستانه عبوری الوتنې هم ډېرې شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.