د کابل طب په تدریسی روغتون کې د زړه بریالی عملیات شوی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) دا لومړی ځل دی، چې د کابل د طبی پوهنتون اړوند تدریسی روغتون کې د زړه بریالی عملیات تر سره کېږی.
د کابل طبی پوهنتون مطبوعاتی دفتر وایی، چې عملیات شوی کس، چې منصور نومېږی او د زړه د سوری په ناروغۍ اخته و، له ننګرهاره را وړل شوی و او د دغه پوهنتون تدریسی روغتون ډاکټرانو یې د زړه عملیات وکړل.
د یاد تدریسی روغتون د جراحی ډیپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا ویلی، چې په یاده برخه کې ډېر عملیاتونه کېږی خو د طبی تجهیزاتو د نشت په اړه له ستونزو سره مخ دی.
هغه وویل، چې د منصور د زړه عملیات یې هم د تازه اخیستل شویو وسایلو پر مټ وکړل.
نوموړی زیاته کړه، چې د وسایلو د نشت له امله نشی کولی ځینې عملیات وکړی، چې په وینا یې دې برخې ته باید جدی پاملرنه وشی.
د روغتون ډاکټران وایی، که د حکومت چارواکی او نړیوال روغتیایی بنسټونه د تجهیزاتو د پیاوړتیا په برخه کې لاس ورکړی، نو د دوی په خبره د خپلو تجربه لرونکو کادرونو پر مټ کولی شی، د هېواد دننه د زړه هر ډول عملیات و کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.