کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۱۴مه او د اکټوبر میاشتې ۶مه نېټه ده) د امریکا د ملی امنیت د شورا د سویلی اسیا څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کرټیس ویلی، پر افغانستان د څار لپاره په پرلپسې ډول امریکایی بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوایی حریم څخه تېرېږی.
هغې وویل، دا د متحده ایالتونو لپاره خورا مهمه ده چې پر افغانستان څار ولری او په خبره یې پاکستان د دې چارې سر ته رسولو په موخه اجازه ور کوی چې امریکا یې له هوایی حریم څخه ګټه واخلی.
مېرمن کرټیس یوې غونډې ته د خبرو پر مهال زیاته کړه، چې د القاعده د مشر ایمن الظواهری د وژنې په وروستیو عملیاتو کې د پاکستان مرسته ګټوره وه.
له دې وړاندې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلی و، چې بې پیلوټه امریکایی الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځی.
هغه پر پاکستان غږ کړی و چې خپله فضا دې د افغانستان پر ضد نه کاروی، که نه بدې پایلې به و لری خو پاکستان د مجاهد یادې څرګندونې رد او تور و باله.
گهیځ