کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۱۶مه او د سپټمبر ۸مه نېټه ده) د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکی په دغه ولایت کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالوچو د پروسس یوې فابریکې له جوړېدو خبر ور کوی.
باختر دولتی خبری اژانس د یادې خونې د چارواکو له ویلی، چې دا فابریکه د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت د یو خصوصی سکټور لخوا جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د صیام انټرنشنل کارخونې مشر «سید محمد هاشم هاشمی» ویلی چې دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامه مالوچو د پروسس وړتیا ولری.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکو دا هم ویلی چې د مالوچو په برخه کې به دا فابریکه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ثابته شی.
بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې ترې د ځینو پروژو د جوړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلی چې په بلخ کې اوس مهال تر ۳۰۰ زیاتې وړې او لویې کارخونې فعالیت لری.
گهیځ