کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۱۶مه او د سپټمبر ۸مه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت څرګندوی، چې د هرات ښار له صنعتی پارکونو څخه د ټاپی پروژې د ګازو د وېشلو طرحه چمتو شوې ده.
باختر دولتی خبری اژانس په یوه راپور کې د کانونو وزارت د ویاند عصمت الله برهان له قوله ویلی، چې د دغه وزارت مسلکی معین انجینر وحیدالله حلیمی د یوه پلاوی په مشرۍ ترکمنستان ته رسېدلی او د ټاپی پروژې پر وړاندې د خنډونو او شته ستونزو د لرې کولو پر سر له ترکمنستانی لوری سره پر خبرو بوخت دی.
برهان زیاته کړې: “ترکمنستان ژمنه کړې چې د ښاری ګازو د شبکې او د هرات صنعتی پارک په جوړولو کې همکاری کوی او د دواړو لوریو تخنیکی ټیمونه به ډېر ژر کار پیل کړی “.
د رییس الوزراء اقتصادی مرستیال ملاعبدالغنی برادر د تلې په ۱۱مه په هرات کې له سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې ویلی و، چې د ټاپی سترې پروژې له امتیازونو به لومړى د هرات خلک ګټه واخلی.
د ټاپی پروژې په بشپړېدو سره د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږی، چې د نل لیکې او تاسیساتو د جوړولو کار یې په ترکمنستان کې پیل شوى او د افغانستان تر پولې پورې را رسېدلى دى.
گهیځ