کابل/ګهیځ:د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې د کابل ښاروال مولوی عبدالرشید له یو شمېر اهلهنود او سیک هېوادوالو سره ناسته کړې.
ښاغلی مجاهد نن (یکشنبه د تلې ۱۷مه) پر خپل ټویټر ولیکل، چې مولوی عبدالرشید له افغانستان سیکانو سره د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه کتلی دی.
د هغه په وینا، په دې کتنه کې اهلهنود او سیک هېوادوالو د ښاری اسانتیاوو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له پاملرنې مننه کړې، خو غوښتی یې دی چې د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې دې له دوی سره مرسته وشی.
مجاهد لیکلی چې اهلهنود او سیک ښاریانو همداراز د ګذر وکالت د ټاکنو په لړۍ کې د دوی ونډې اخستو ته هیله ښودلې.
په دې کتنه کې کابل ښاروال افغان سیکانو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان لپاره د نورو افغانانو په څېر ارزښتمن دی، چې غوښتنې به یې په پام کې نیسی او ستونزو ته به یې رسیدګی کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هندی رسنیو ویلی وو، چې له افغانستانه د افغان اهل هنودو او سیکانو یوه ۵۰ کسیزه ډله دغه هېواد ته ورغلی ده.
گهیځ