ترکمنستان اندخوی کې د ۱۰ کیلو مټره پټلۍ جوړو د پرېکړې ژمنه کړې

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکی په یوه ان لاین غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړې ته رسېدلی دی.
په دې ان لاین ناسته کې چې د افغان پلاوی مشری د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت کوله، د اوسپنې پټلۍ اړوند ترکمنستان ته دمعرفی شویو محصلینو د پروسې پر چټکتیا، د آقینې- اندخوی ۳۰ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د بېلونو پر اجرا کولو، له آقینې څخه تر مزارشریف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ رسولو او د تور غونډۍ اوسپنې پټلۍ مالی حسابونو په تصفیې هر اړخیز بحثونه شوی دی.
د یادې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د محصلینو د لېږلو پروسه به چټکتیا مومی.
دغه راز د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالی حسابونو د تصفیې لپاره به په راتلونکو ۵ ورځو کې د دواړو لوریو تخنیکی او مسلکی ډلې جوړیږی او راتلونکې کې به آنلاین او حضوری ناستو ته دوام ورکول کیږی.
دغه راز ترکمنستانی لوری ژمنه کړې چې نږدې راتلونکې کې به یو تخنیکی ټیم اقینې ته استوی، څو له اندخوی سټېشن څخه د اندخوی مرکز ته له وړاندې ډیزاین شوې ۱۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو پرېکړه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.