له اسخباراتی ادارو د ملا هبت الله غوښتنه؛ خلک د تېروتنو په کولو مه بندی کوئ

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د طالبانو د تحریک مشر ملا هبت الله اخوند زاده د حکومت له استخباراتی ادارو غوښتی چې خلک دې یوازې د کره شواهدو پر بنسټ ونیسی.
هغه همدا رنګه قضایی محکمو ته د نیول شویو کسانو د سپارلو سپارښتنه کړې او خلکو سره یې د غوره چلند په کولو ټینګار کړی، چې په خبره یې د تېروتنې او شک له مخې د خلکو له نیولو او ځورولو ډډه وکړئ.
ملا هبت الله دا غوښتنې د دوشنبې په ورځ د حکومت د استخباراتو لوی ریاست له یو شمېر مشرانو، د ۳۴ ولایتونو لپاره د استخباراتو له رییسانو او ځینې نورو چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې کړی دی.
په دې اړه د رییس الوزراء عمومی دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ملا هبت الله په دې غونډه کې خپلو استخباراتی چارواکو ته په کلکه دا سپارښتنه هم کړې چې د “خپلسرو ویډیوګانو او تصویرونو مخه ونیسی” ځکه دغه ویډیوګانې د نوموړی په وینا د “نظام بدنامۍ” لپاره کېږی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی چې استخبارات به خپلې ټولې لارښوونې له مشرتابه څخه تر لاسه کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې خلک شکایتونه کوی، چې د قضایی ادارو او محکمې له شتون سره سره طالبان له ښکاره اسنادو پرته یو شمېر کسان توقیف او د محکمې له حکم پرته شکنجه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.