کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، د تلې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوی چې له دې ډلې نژدې ۱۹۰۰ کسان په جبری توګه وتلو ته اړ ایستل شوی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه لـه ایـران څخه د نیمروز له لارې ۲۳۱۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی چې له دې ډلې ۱۸۶۹ کسان په چبری او ۴۴۹ نور په خپله خوښه راستانه شوی دی.
سرچینه زیاتوی، له دغو کسانو ۲۲۶ یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوی دی.
د روان کال له پیله د وږی تر ۲۰مې، شاوخوا ۲۵۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوی چې له ډلې یې ۱۳۵زره هغه کډوال دی چې له ایرانه په جبری ډول را ایستل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې له افغانانو سره د ایران د ناوړه چلند او یا جبری ایستو په تړاو راپورونه ورکول کېږی، څه وخت وړاندې د بښنې نړیوال سازمان له افغان کډوال سره د ایران پر ناوړه چلند اندېښنه ښودلې وه.
دغه سازمان د ایران له حکومت څخه غوښتی و، چې د افغانانو جبری ایستل بند کړی او هلته مېشت کډوالو سره غیر انسانی چلند ته د پای ټکی کېږدی خو لا هم په دې اړه کوم مثبت ګام نه تر سترګو کېږی.
گهیځ