د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون وایی د رسنیو قانون دې تصویب شی

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون په ناسته کې د افغانستان د رسنیو لپاره ژر تر ژره د قانون د تصویب غوښتنه شوې.
د باختر دولتی خبری اژانس د راپور له مخې، دا غوښتنه سې شنبه (د تلې ۱۹مه) د یاد کمېسیون په درېیمه غونډه کې شوې، چې د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهی په مشرۍ جوړه شوې وه.
د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون ټینګار کړی چې د رسنیو د قانون تصویب بېړنۍ اړتیا ده او هر څومره ژر چې کېدلای شی دغه قانون دې تصویب او رسنیو ته ورسېږی.
په راپور کې راغلی، چې په غونډه کې له ټولو ادارو غوښتنه شوې چې د رسنیو اړوند هره رسنیزه موضوع د همدې کمېسیون له لارې تعقیب کړی.
سرپرست حکومت تر اوسه د رسنیو لپاره ټاکلی او جوت قانون نه دی ټاکلی او پر حکومتی ادارو رسنیو سره د نه همکارۍ ادعاوې شوی خو چارواکی وایی، چې دوی اسلامی او ملی ارزښتونو ته په پام د رسنیو د هر ډول فعالیت ملاتړی دی او د کار خوندی فضا ور ته چمتو کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.