کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د پیسو نړیوال صندوق خبر ور کوی، چې د اوکراین د جګړې اوږدېده او د توکو د بیو چټکه لوړتیا به د نړۍ اقتصادی وضعیت نور هم خراب کړی.
دې نړیوال بنسټ د نړیوال اقتصادی وضعیت په اړه تازه څېړنه کړې او ویلې یې دی، چې راتلونکی کال به ډېر هېوادونه دا حس کړی چې له اقتصادی ځوړتیا سره مخامخ دی.
صندوق په خپل تازه راپور کې ویلی چې د اقتصادی ځوړتیا له دغې څپې به حتی د نړۍ ستر اقتصادونه لکه امریکا، چین او روسیه هم خوندی پاتې نشی.
د پیسو نړیوال صندوق چې دنده یې د نړیوال اقتصاد د ثبات ټینګښت دی، د اوکراین د جګړې له امله یې د نړۍ د اقتصادی ودې د کچې په تړاو د کړیو وړاندوینو درجې کمې کړې دی.
د پیسو نړیوال صندوق دنده لری چې د نړیوال اقتصادی ثبات د ټینګښت ترڅنګ د اقتصادی وضعیت د خرابېدو او کړکېچ د را دبره کېدو په تړاو هېوادونو ته خبرداری ور کړی.
دغه بنسټ خبرداری ور کړی چې د روسیې اقتصادی حجم کې به د اوکراین د جګړې او نړیوالو بندیزونو له امله راتلونکی کال دوه اعشاریه درې سلنه کموالی راشی.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې “کریستیلینا جیورجیفا” ویلی، د چین اقتصادی وده به هم د کرونایی محدودیتونو له امله ټکنۍ وی او د امریکا اقتصاد به هم د سود د کچې د زیاتوالی له امله زیانمن شی.
خو د پیسو د نړیوال صندوق مشرې زیاته کړې، که هېوادونه له یو بل سره کار وکړی، دغه کړکېچ تر یوه حده مهارولی شی.
هغې زیاته کړې، دا صندوق به پر هېوادونو لا نور فشار واچوی چې د ژوند د لګښتونو د کمولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړی، که څه هم دا هڅې د هېوادونو پر اقتصادی ودې منفی اغېزې ولری.
گهیځ