د نغدی مرستو یوه بله ۴۰ میلیونی ډالری کڅوړه کابل ته را ورسېده

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې د بشرپالو مرستو په دوام د ۴۰ میلیونه امریکایی ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته رارسول شوې ده.
دا په روانه اونۍ کې درېیمه او د نوی سرپرست حکومت د واکمنۍ پر مهال د نړیوالې ټولنې لخوا د ۴۰ میلیون ډالرو یوولسمه کڅوړه ده، چې کابل ته را رسی.
له تېر یو کال او دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د ۳۰ او ۴۰ میلیونه ډالرو په کڅوړو کې یو میلیارد او ۳۹۳ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سه ‌شنبه د تلې پر ۱۹مه هم د ۴۰ میلیونه نغدی مرستو یوه کڅوړه کابل ته را رسول شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې دا مرستې نېغ په نېغه د حکومت خزانې ته ځی، بلکې دلته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې اړوند مرستیه کوونکو بنسټونو لخوا پر بشری مرستو لګول کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.