کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغان حکومت په قطر کې له امریکایی لوری سره خبرې تایید کړې او وایی چې قطر کې د دواړو خواوو تر منځ مذاکرات شوی دی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، حکومت یې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو بوخت دی او له امریکا سره هم د اړیکو پر پراختیا کار کوی.
هغه دغه ناستې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټورې وبللې خو څرګنده یې کړه چې د خبرو نور جزیات به وروسته شریک کړی.
دا په داسې حال کې ده چې سی اېن اېن ټلویزیون راپور ورکړی و چې د افغانستان او امریکا استخباراتی چارواکو قطر کې ملاقات کړی او پر مختلفو مسایلو یې خبرې کړې دی.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن، د افغانستان د اوسنی حکومت پر هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د امریکا د وېزې بندیز اعلان کړ، چې د دوی په باور د انجونو او مېرمنو په ځپلو کې لاس لری او د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې تر شپږم ټولګی پورته زده کړو پر مخ خنډ دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلینکن دې خبرو ته په غبرګون کې ویلی، چې امریکا باید په دوحه کې وروستیو خبرو ته په پام مثبت ګامونه واخلی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی: “دوی باید په عمل کې هم وښیی چې ا.ا سره د رغنده تعامل په لټه کې ده. دغه ډول پرېکړې، په دوو اړخیزو اړیکو منفی اغېز لرلای شی. ”
وزارت د اختلافی مواردو د هواری لپاره د ډیپلوماټیکو چنلونو پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی او ویلی یې دی چې پر داسې پرېکړو دې له سره غور وشی چې د هیچا په ګټه نه دی.
د یادولو وړ ده چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې هم ویلی و چې امریکا له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو په لټه کې ده او پر دغه هېواد د نظامی برید لپاره کوم امکان نه تر سترګو کېږی.
گهیځ