کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د شانتی په نوم رضاکاره ټولنه د څه باندې ۲ لکه ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړوی.
د باختر دولتی خبری اژانس د خبر له مخې، د دې کتابتون چارې پیل شوې دی.
د یادې ټولنې مشر انجینر عنایت الله نصر ویلی، دا کتابتون به په ۲۴۵ متر مربع ځمکه د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماشوم ادبیاتو ته په کې تر ډېره پام نه دی شوی او په دې برخه کې ډېر څه نه دی خپاره شوی.
د ماشومانو ترڅنګ د لویانو لپاره مخکې ډېری دغه ډول کتابتونونه جوړ شوی دی، خو د وخت په تېرېدو بېرته تړل شوی دی.
گهیځ